د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتي راهیسي، چي په افغانستان کي طالبان د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل، واشنګټن له خطر سره مخامخ څه باندي ۱۸۰ زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.
خو د افغانانو د انتقال په پروسه کي د امریکا د حکومت سره د ۲۰۰ غیر دولتي موسسو مشر وايي، چي د افغانانو د تخلیې پروسه اوږده ده او زیات وخت نیسي.
اکثریت کسان چي د متحده ایالاتو په مرسته د افغانستان څخه وتلي، د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال رچارډ ورما په وینا، مدني ټولني مشران، ترجمانان، د ښځو د سازمانونو مشراني او د دوی کورنۍ دي چي د امریکا سره یې په تېرو شلو کلونو کي کار کړی وو.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت امریکا ته د افغانانو د انتقال د پروسې او امریکا کي د هغوی د مېشتېدو لپاره د زیاتو هڅو پر اړتیا ټینګار کوي.
د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي چي واشنګټن به په افغانستان کي د خطر سره مخ افغانانو لپاره نور ډیر څه وکړي.