واشنګتن له سوریې څخه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو پر پلان غور کوي

د امریکا (این بي سي) خبري چاینل د امریکا د دفاع وزارت د سرچینو په قول راپور ورکړی چي امریکا له سوریې څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو پر پلان غور کوي.
د راپور له مخي د متحدو ایالتونو دفاع وزارت دا ارزوي چي خپل ځواکونه د یوې څخه تر دریو میاشتو پوري له سوریې څخه وباسي.
په سوریه کي شاوخوا دوه زره امریکایي پوځيان سته چي د اسلامي دولت ډلي یا داعش د مخنیوي لپاره هلته ځای پر ځای سوي دي.
دغه امریکایي پوځیان د سوریې په شمال ختیځ کي په هغو سیمو کي میشت دي چي د کردانو په لاس کي دي.