د ط..البانو د استخباراتو د ادارې مشر عبدالحق وثيق په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي، چي په افغانستان کي د داع.ش وسله والي ډلي هېڅ مرکز نسته؛ بلکي د افغانستان د پولو څخه بهر تمويلېږي او افغانستان ته راځي.
هغه ويلي چي يوشمېر هيوادونه هڅه کوي، چي افغانستان ناامنه کړي ځکه داع.ش افغانستان ته د جګړې له پاره رالېږي.
هغه په افغانستان کي د داع.ش ډلي بريدونو ته په اشاره ويلي، چي دغه بريدونه د افغانستان څخه بهر طرحه سوي و.
هغه د خپلو څرګندونو پر مهال د داع.ش وسله والي ډلي د تمويل په اړه د کوم هيواد نوم په ښکاره نه دئ ياد کړی؛ خو ط..البانو څو ځله ادعا کړې، چي داع.ش د پاکستان څخه افغانستان ته راځي.
وثيق په ټينګار سره ويلي، چي که نړۍوال د دغي ترهګري ډلي په اړه چپ پاته سي نو په راتلونکي کي به د سيمي د امنيت له پاره دا يو ستر ګواښ وي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو دغه چارواکي دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي پاکستان ادعا کړې، چي د افغانستان ط..البان وسله وال ترهګر پاکستان ته لېږي او د تحريک ط.. البان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ کوي.