وثیق: د زابل ولایت ښاري محکمې رياست له لوري ۱۲ تنو مجرمينو ته تعزيري سزا ورکول سوه

د زابل ولایتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کي ۱۲ تنو ته د ښاري ابتدائيه محکمې له خوا تعزیري سزا ورکول سوه او په دُرو ووهل سوه.
د زابل ولایت مقام مطبوعاتي مسوول مولوي صدیق الله وثیق وایي، دغه کسانو ته ياد تعزيرات د مرافعه محکمې رياست په احاطه کي تطبيق سول چي پر مهال یې مسوولین او د محکمې مراجعین هم حاضر وه.
د هغه په وینا، دغه کسان له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرې ووهل سوه او له اتو میاشتو تر شپږ کالو پوري د بند په سزا محکوم سول.
ده وویل، دغه کسان د ښځو د تښتوني، غلا، په قتل سره اقدام او نامشروع اړيکو په جرم نيول سوي وه.
د یادوني وړ ده چي له دې وړاندي هم په زابل او نورو سویلي ولایتونو کي زیات شمېر کسانو ته په عام محضر کي تعزیري سزاګاني ورکول سوي دي