ودانت پټېل: له زده‌ کړو څخه لا هم د افغان نجونو محرومیت زړه ‌ماتوونکی دی

په افغانستان کي نوی تعلیمي کال په داسي حال کي پيل سو چي لا هم نجوني تر شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کي زده کړي نه سي کولای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له زده ‌کړو څخه لا هم د افغان نجونو محرومیت زړه ‌ماتوونکی دی او دا حالت د اندېښنې وړ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پټېل په یوه خبري غونډه کي ویلي، که د افغانستان سرپرست حکومت نړیوال مشروعیت غواړي، د ښځو د حقونو خوندي کول یې مهم شرط دی.
هغه زیاته کړې، دا دریم کال دی چي افغان نجوني او ښځي له زده ‌کړو بې برخي دي او دا موضوع د افغانستان په اړه د واشنګټن د سیاستونو لومړیتوب دی.
د افغانستان سرپرست حکومت د چهارشنبې په ورځ په کابل کي د نوي تعلیمي کال د پیل په غونډه کي د نجونو د زده ‌کړو په اړه څه نه دي ویلي او په دې غونډه کي ښځینه خبریالانو ته هم د ګډون اجازه نه وه ورکړل سوې.