د ملګروملتونو د کډوالو اداره UNHCR وايي، سږ کال په پاکستان کي له ۷۱۰۰ زیات افغان کډوال نیول سوي او یا هم بندیان سوي دي.
يواينايچسيار ویلي، یوازي په اکتوبر میاشت کي شاوخوا ۸۰۰ افغانان په هغه هیواد کي نیول سوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه راپور کي ویلي چي، د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې تر ۷۶۱ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.
د UNHCR په وینا، په تېرو دوو میاشتو کې هره میاشت په متوسط ډول ۲۳ زره افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه سوي دي.
د راپور لهمخي په روان ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه له ۶۸۰۰ زیات کسان له پاکستان څخه په زور ایستل سوي او دغه بهیر د جولای د میاشتي راهیسي ورو سوی دی.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۳مه، د پاکستان ملي اپیکس کمېټې له دغه هیواده تر یو ميلیون د زیاتو بهرنیانو چي اکثره یې افغانان دي او قانوني اسناد نهلري، د ایستلو پلان تصویب کړ.