يوناما: د خطر سره مخ افغانان ګاونديو هيوادونو ايستلي او ط..البانو شکنجه کړي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) د پنج شنبې په ورځ په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي ايران او پاکستان د خپلي خاوري څخه د خطر سره مخ افغانان ويستل، چي ور سره سم يو شمېر دغه کډوال ط..البانو نيولي او شکنجه کړي دي.
د يوناما دفتر د ط..البانو د ناوړه چلند، خپل سرو نیونو او د ط..البانو له خوا د شکنجې نوي قضیې ئې ثبت کړي دي. د راپور له مخي، دا قضیې له ۲۰۲۳ کال راهیسي د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا مستندي سوي دي.
یوناما زیاته کړې چي ځیني ځانګړي ډلي، په تېره بیا ښځي، له ایستل کېدو وروسته، د ط..البانو د غچ اخیستني له د خطر سره مخ سوي دي.
په دغو کسانو کي پخواني نظامیان، د رسنیو کارکوونکي او د مدني ټولني غړي هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا رئیس ولکر ټرک ټینګار کړی، چي له خطر سره مخ کسان باید افغانستان ته اخراج نه سي
په ياد راپور کي ويل سوي: « هغه هيواد ته د خطر سره د مخ کسانو لېږل،چيري چي ځوروني، شکنجې یا ظالمانه چلندونو او سزاګانو، جبري ورکېدو یا نورو نه جبرانېدونکو زیانونو له خطر سره مخ دي، د نړۍوالو حقوقو څخه جدي سرغړونه ده.