يوناما: ط..البانو په تېرو درو مياشتو کي د تېر جمهوري نظام ۷ سرتېري وژلي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر ( يوناما) په خپل درې مياشتني تازه راپور کي ويلي دي، چي ط..البانو په تېرو درو مياشتو کي د تېر جمهوري نظام ۷ سرتېري نيولي او وژلي دي.
یوناما همداراز ویلي چي ط..البانو په همدې موده کي د پخواني حکومت اړوند ۸ نور کسان خپل‌سري نیولي او توقیف کړي او په درې مواردو کي شکنجه او ناوړه رويه هم ثبت سوې ده.
بايد وويل سي چي دغه راپور د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر ( يوناما) د اپريل د مياشتي د پيل څخه بیا د جون تر مياشتي پوري ثبت او جوړ کړی دئ.