يوناما وایي، په طبي زده‌کړو مووسسو کي د نجونو پر زده‌کړو بنديز به روغتيايي سيستم اغېزمن کړي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما دوې ورځي وروسته، د حکومت هغه بندیز ته غبرګون ښيي چي په افغانستان کي يې د نجونو پر مخ د طبي انسټیټوټونو دروازې تړلي دي.

یوناما پرون ناوخته په یو بیان کي دې نوي بندیز ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، که چېري دا بندیز په رسمي توګه تایید سي، د افغانستان پر روغتیايي سیسټم به ناوړه اغېزې وکړي.

د یوناما په خبره، د دې نوي بندیز په پلي کېدو سره به، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاس‌رسی لا محدود سي.

یوناما له اسلامي مارته غوښتي چي پر دغه پرېکړه له سره غور وکړي.

چارواکو د رواني اوونۍ د دوشنبې په ورځ د یو فرمان پر بنسټ چي لا په رسمي توګه تایید سوی نه‌دی، په ټول افغانستان کي د نجونو پر مخ د طبي انسټیتوتونو دروازې وتړلې.

دې بندیز ته د بشري حقونو د ساتني د نړیوالو سازمانونو په ګډون د افغانستان دننه د کرکټ یوشمېر ستورو او سیاسي څېرو غبرګون ښودلی دی.