يونسکو: افغانستان کي ۸۰ سلنه ښځينه خبريالاني بې دندي سوي دي

يونسکو په خپل وروستي راپور کي ويلي دي، چي په افغانستان کي د ټولنيزو او سياسي فشارونو له امله د افغانستان په رسنيو کي ۸۰ سلنه ښځينه خبريالاني له دندو لېري سوي دي.
يادي ادارې اندېښنه ښودلې، چي د ط..البانو د بيا واکمنېدو سره سم په رسنيو بنديزونه زيات سوي، چي له امله نه يوازي دا چي رسنۍ بندي سوي؛ بلکي د ښځينه خبريالانو وضعیت هم د ط..البانو تر سيوري لاندي د انديښنې وړ دئ.