يونيسف: اروپايي ټولنه د افغان کوچنيانو د ملاتړ په موخه لس ميليونه يورو مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دوشنبې په ورځ په نشر سوې اعلاميه کي ويلي، چي اروپايي ټولنه د افغان کوچنيانو د ملاتړ په موخه د افغانستان سره د‌ لسو ميليونو يورو مرسته کوي.
په اعلاميه کي ويل سوي، چي د دغو مرستو څخه به افغان کوچنيان او په ځانګړي ډول د ګاونډيو هيوادونو څخه تازه راغلي کوچنيان برخمن سي.
اعلاميه زياتوي، چي په دغه پروګرام کي په راتلونکو درو کلونو کي په پولو کي د بې‌سرپرسته کوچنيانو بېړنی مراقبت، په ۱۲ ولایتونو کي د زده‌کړو او روغتیایي خدمتونو ملاتړ او د راستنېدونکو د بیا ادغام او له ۱۸۰ زره کوچنيانو او د هغوی له کورنیو سره مرستي شاملي دي.