يونيسف او د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کي د کوچنيانو د خوارځواکۍ د مخنيوي په موخه ګډ پروګرام پيل کړ

یونیسف او د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په افغانستان کي یو ګډ پروګرام پیل کړ، چي موخه ئې په افغانستان کي د کوچنيانو د خوارځواکۍ مخنیوی دئ، ترڅو د زیانمنونکو کوچنيانو ژوند وژغورل سي او د میندو تغذیه ئې ښه سي.
یونیسف وايي چي افغانستان په تېرو پنځو کلونو کي په نړۍ کي هغه هيواد دئ چي د غذا د بحران سره مخامخ دئ.

د ياد سازمان په خبره چي هر کال له درې میلیونو څخه زیات د پنځو کلونو څخه کم عمره کوچنيان د سوءتغذیې له امله اغېزمنېږي چي له ۱۰ سلنه څخه زیات ئې په ډېره سوء تغذیه اخته دي.