د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) دفتر په ایران کښي د افغان کډوالو ماشومانو او ښځو د ملاتړ له پاره د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیانو او مهاجرینو د چارو ادارې سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخي، نادر یاراحمدي، د کورنیو چارو وزارت د مهاجرینو او بهرنیانو د چارو مرکز رئیس، دا تفاهم لیک یو مهم ګام بللی، چي د مهاجر ماشومانو او ښځو د ژوند شرایط ښه کولو او د دوی له پاره د غوره فرصتونو برابرولو له پاره دئ.
دغه تفاهم ليک له مخي ایران او یونیسف غواړي د افغان مهاجرو، په ځانګړي توګه د ماشومانو او ښځو، د ژوند د شرایطو د ښه کولو له پاره یو ګډ هڅه وکړي.
دغه تفاهم به د دې لامل سي چي د دغو کډوالو له پاره د تعلیم او اقتصادي فرصتونو دروازې خلاصي کړي.