د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ويلي، چي د روان ميلادي کال په اولو شپږو میاشتو کي په افغانستان کي د شري ناروغۍ شاوخوا ۳۵۷ کوچنيان وژلي دي.
د يونيسف د راپور له مخي د جنوري د پيل څخه بيا د جون تر مياشتي پوري په افغانستان کي د شري ناروغۍ شاوخوا ۷۴زره او ۸۰۰ پیښي ثبت او راجستر سوي دي، چي په دغه ثبت سوو پېښو کي شاوخوا ۸۰ سلنه قربانیان ئې د پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکي کوچنيان دي.
د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ د صندوق په راپور کي ويل سوي، چي په افغانستان کي له ۱۲میلیون څخه ډېر کوچنيان اوس مهال بیړنۍ مرستو ته اړتیا لري.
د یونیسف په وینا، چي په يادو شپږو مياشتو کي د سختي نسناستي له ۷۳زرو ډېري پیښي چي د اوبو د کمښت له امله رامنځ ته سوي وي ثبت سوي، چي له امله ئې ۱۲ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دئ.
دغه راز يونيسف وايي چي د يادو ناروغيو سره په څنګ کي په افغانستان کي د تنفسي انتاناتو ناروغۍ له امله د ۸۲۴ زرو څخه زياتو ناروغانو روغتون ته مراجعه کړې