يونيسف له ط..البانو غوښتي چي نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونيسف) يو ځل بيا پر ط..البانو ږغ کړی، چي افغان نجونو ته دي د زده کړو اجازه ورکړي.
دغه سازمان ويلي، چي د افغانستان راتلونکی په نجونو پوري تړلی دی او بايد ط..البان تر شپږم ټولګۍ لوړ نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
د يونيسف د ماشومانو د خوندیتوب د برخي مشره شیما سن ګوپټا ويلي، چي که ط..البان يو پر مختللی افغانستان غواړي دا د‌ زده کړو په مرسته امکان لري؛ ترڅو د نارينه و ترڅنګ باید افغان نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړي.
هغې ويلي چي که افغان نجوني زده کړي وکړي نو په راتلوونکي کي به د خپل حقونو څخه دفاع وکولای سي او همدارنګه د جبري ودونو او دې ته ورته نورو ستونزو څخه به وژغورل سي.
بايد وويل سي، چي څلور کاله پوره سوه، چي ط..البانو په افغانستان کي د نجونو د شپږم ټولګۍ څخه پورته زده کړي بندي کړي دي او نجونو ته اجازه نه ورکوي، چي ښوونځي او يا هم پوهنتون ته ولاړي سي.