يونیسف: افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله د ستونزو سره مخ دئ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) تازه خبر ورکړی چي افغانستان د نړۍ له هغو هيوادونو څخه دئ چي د اقلیمي بدلونو له امله زیات اغېزمن سوی دئ.
یونیسف د لړم پر ۲۱مه په خپل راپور کي ویلي، چي د وروستیو زلزلو او اقليمي بدلون له امله، د میلیونونو افغانانو له پاره د پاکو اوبو موندل یوه جدي ستونزه ده.
راپور زیاتوي چي دا ستونزه ورځ تر بلي پراخېږي او د خلګو پر ژوند ئې منفي اغېزې ورځ تربلي زیاتېږي.
یونیسف خبرداری ورکړی، چي اوس مهال له هر لسو افغانانو څخه اته تنه مجبوره دي ککړې اوبه وڅښي، چي دا چاره نه یوازي د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي؛ بلکي د ټولني له پاره هم لویه اندېښنه ده.
د ياد سازمان د راپور له مخي، د اقلیمي بدلونونو، وچکالۍ او طبیعي افتونو له امله د افغانستان د اوبو سرچینې کمي سوي او ګڼ خلګ له پاکو اوبو بې ‌برخي دي.
یونیسف له نړۍوالو خیریه بنسټونو او مرستندویانو غوښتي چي د افغانانو د اوبو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د دوامدارو حللارو له پاره دي عملي اقدامات وکړي