د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالی ويلي چي په افغانستان کي ماشومان د فقر، جګړو او اقلیمي بدلونو له امله سختو ګواښونو سره مخ دي.
نوموړي د ماشوم د نړۍوالي ورځي په مناسبت په خپل پیغام کي ویلي، چي د اساسي خدماتو له پاره د بودجې کمښت هم ماشومان له خپلو حقونو او فرصتونو بې برخي کړي.
اویوالی ټینګار کړی چي د ماشومانو حقونه باید یوازې شعار نه وي، بلکي دا ژمنه باید د عملي اقداماتو او مؤثري پانګوني له لارې پوره سي.
يونيسف مخکي هم ويلي و، چي میلیونونه افغان ماشومان د خوارځواکۍ او روغتیايي ستونزو له جدي خطر سره مخامخ دي. د یونیسف د معلوماتو له مخې، ۳.۵ میلیونه ماشومان له شدیدي سو تغذیې رنځ وړي.