يونېسف وايي، له زده‌کړو د نجونو بې‌برخي کېدو له وخت مخکي هغوی واده ته اړي کړي دي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو سازمان وجهي صندوق یونېسف وايي، په افغانستان کي له زده‌کړو او حقونو بې‌برخي سوي نجوني له وخت مخکي واده کولو څخه پرته خپل راتلونکي ته بل څه نه ویني.