يوه افغان د بریتانیا شاهي مډال ګټلی دی

فهیم ځاځی هغه افغان ځوان دی چي په برتانیا کي یې د افغان کډوالو لپاره او په ټوله کي د خیر ښیګڼي ډیري چاري ترسره کړي دي.
هغه ته د ده د ښه کار له امله د بریتانیا په شاهي وینزر ماڼۍ کي د شاهزادګۍ آن په لاسو جایزه ورکول سوې ده.
فهیم ځاځی وايي، خوشحاله دی چي د بریتانیا پاچا له خوا د ټولنیزو خدمتونو له امله د بریتانوي امپراتورۍ غړي جایزه ورکول سوې ده.
په بهرنیو هیوادونو کي له دې وړاندي هم افغانانو د ټولنیزو او خېر ښې ګڼي په کارونو کي د ښه فعالیت له امله جایزې ګټلي دي.