يوه افغان وګړی د امريکا په تېرو ټاکنو کښي د ترهګريز بريد د پلان جوړولو جرم منلی

د بریتانیا د ورځپاڼي ډیلي میل د خبر له مخي، يو افغان اتباع نصیراحمد توحیدي، چي د ۲۰۲۴ کال د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو په ورځ د برید پلانولو په تور نیول سوی وو، د جمعې په ورځ ئې د امريکا په فدرالي محکمه کښي خپل جرم منلی دئ.
توحیدي په دې تورن وو، چي د داع.ش ډلي په استازیتوب ئې د ټاکنو په ورځ ئې په امريکا متحده ایالاتو کښي یو ترهګریز برید پلان کړی وو او د دې هدف له پاره ئې وسله هم ترلاسه کړې وه.
د اف بي آي مشر کاش پټېل ويلي، چي توحیدي منلې چي د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ ئې ترهګریز بريد تر سره کوئ.
ډیلي میل زیاته کړې، چي توحیدي کیدای سي د دې جرمونو له امله تر ۳۵ کلونو پوري د‌‌ بند په سزا محکوم سي.