ټاس خبري اژانس : په روسيه کي د اېم اې ۸ چورلکي د لوېدلو په پېښه کي ۲۲ تنه مړه سوي دي

ټاس خبري اژانس د روسي مسوولینو له قوله خبر ورکړی، چي د دغه هيواد په لیري پرتې سیمه کامچاتکا کي د اېم ای ۸ چورلکي د لوېدلو په پېښه کي ۲۲ تنه مړه او د ټولو جسدونه تر لاسه سوي دي.
مسوولینو ویلي، مړو سویو کسانو کي ۱۹ مسافر او ۳ د چورلکي امله شامل دي.
دغه چورلکه د اګست په ۳۱ مه د شنبې په ورځ له رادار بهر او نادرکه او پرون ناوخته یې ځای پيدا سو.
کامچاتکا سیمه کي سبا د یوې ورځي لپاره ماتم اعلان سوی.