ټاکل سوې د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړي

ټاکل سوې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د امریکا ولسمشر جو بایډن ته له روسیې سره په جګړه کي (د بریا پلان) تر سپارلو مخکي د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي د اوکراین پر ښارونو د روسیې بریدونه دوام لري او پر اوکراین د روسیې جګړه په ارامه، خو دوامداره توګه د اوکراین ختیځ ته د غځېدو په حال کي ده.
زیلنسکي پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چي د سولي لپاره یوازېنۍ لاره پر روسیې فشار راوړل دي او نوموړي له روسیې سره د ایران او شمالي کوریا پوځي مرستي وغندلې.
زیلنسکي پخوا ویلي وه چي د سولي یوه طرحه یې جوړه کړې چي د امریکا له ولسمشر جوبایډن او دغه راز ولسمشرۍ ټاکنو ته له ولاړو نوماندانو ډونالډ ټرمپ او کمالا هاریس سره یې شریکوي.
تراوسه د دغه طرحي یا پلان ډېر جزیات نه دي رسنیز سوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *