ټاکل سوې د ۲۰۲۴ کال د ای ‌سي ‌سي د ښځينه ‌وو کرېکټ شل اوریز نړیوال جام لوبي د رارواني اکتوبر میاشتي پر درېيمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيل سي.

نوی مهال وېش یې د اګست پر ۲۶مه نېټه اعلان سو.

په پام کي وه دغه لوبي په بنګله دېش کي ترسره سي خو هلته تر وروستي تاوتريخوالي او سیاسي جنجالونو وروسته د اګست پر ۲مه پرېکړه وسوه چي دا سیالۍ به اوس په متحده عربي اماراتو کې کېږي.

د ۲۰۲۴ کال د ښځینه و‌و کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کي ټولټال لس لوبډلي ګډون کوي چي پنځه پنځه لوبډلي پر (اې) او (بي) ګروپونو یا ډلو ويشل سوي دي.

د دواړو ګروپونو مخکښي او بریالۍ لوبډلي به نیمه پایلوبو ته لار پيدا کوي.