ټاکل سوې چي افغان اتلان د ۲۰۲۵ کال د اتلولۍ جام ته د چمتووالي په موخه له بنګله‌دېش سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ تر سره کړي

د بنګله‌دېش کرکټ بورډ مشر «فاروق احمد» له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، هیواد یې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د بنګله‌دېش کرکټ بورډ چارواکي همداراز زیاته کړې، چي هڅه کوي دغه سیالۍ په «ویسټ انډیز» کي ترسره سي.

له دې سره د افغانستان د کرکټ اجرایوي مشر «نصیب خان» ویلي، دوی له بنګله‌دېش سره په اړیکه کي دي خو وروستي ځواب ته په تمه دي.

د یادولو ده چي ملي لوبډلي تېره اوونۍ له سویلي افریقا څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *