ټاکل سوې چي د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلي سبا دوشنبه په خپلو کي د درېیو، یو ورځنیو لوبو په وروستۍ سیالي کي سره مخامخ سي

د دې لوبي ګټونکی به د ټول سیریز ګټونکی هم وي.

د سبا ورځي لوبه به هم د متحده عربي اماراتو د شارجي په لوبغالي کي وي او د پلان له‌مخي د کابل په وخت د ماسپښین په دوې نیمو بجو به پیل سي.

د افغانستان او بنګله‌دېش د لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د چهارشنبې په ورځ د ۹۲ منډو په توپیر وګټله، خو په دوهمه لوبه کي پرون بنګله‌دېش افغانستان ته د ۶۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.

افغانستان د رارواني ډسمبر میاشتي په ۱۱مه له زیمبابوې سره هم د لوبو یوه لړۍ پیلوي چي درې شل اووریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبي پکښي شاملي دي.