د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا د نوي مالياتي قانون د لاسليکلو پر مهال ويلي دي، چي د بايډن له خوا د افغانستان د خاوري څخه د امريکا وتل د امريکا په تاريخ کي يوه شرمونکې پېښه ده او په خبره ئې چي هغه هڅه کوي، چي د امريکا له پاره داسي شرمونکي پېښي بيا تکرار نه سي.
هغه وايي د بایډن په اداره کي امريکا څلور وحشتناک او شرمونکي کلونه تېر کړل او له افغانستان څخه وتل د امریکا په تاریخ کي شاید تر ټولو شرمونکې شېبه وه.
هغه ويلي دي، چي اوس هڅه کوي، چي د امريکا ټولي ګټي تضمين کړي او نور به هغسي ډول پېښي د امريکا د ولس او دولت سره نه تکراريږي، لکه څنګه چي د بايډن په څلور کلنه دوره کي امريکا تجريبه کړې.