ټرمپ: د ايران او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هوکړه سوې

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چي د ایران او اسرائیل د یوه هر اړخیز اوربند پر هوکړه سره سلا سوي دي، چي‌په نژدي څو ساعتونو کي به نافذ سي.
د دې هوکړي له مخي، ایران به لومړی اوربند پیل کړي او ورپسې به اسرائیل هم جګړه ودروي.
دا اعلان د دواړو هیوادونو ترمنځ د رواني شخړي د پای ته رسولو له‌ پاره یو مهم ګام بلل سوی، چي د ۱۲ ورځو راهیسي دوام لري.