د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چي په راتلونکو اوونیو کي به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په هنګري کي د اوکراین جګړې د ختمولو په هدف وګوري.
د ټرمپ د دفتر له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، دغه پرېکړه د هغه وروسته سوې، چي دواړو مشرانو د شاوخوا دوو ساعتونو له پاره ټیلیفوني خبري وکړې.
د راپورونو له مخي، د دواړو مشرانو ترمنځ خبري پر اوکراین جګړه، د اروپایي امنیت وضعیت، او د سولي پر احتمالي لارو چارو متمرکزي وي.
بل لور ته، د روسیې چارواکو هم تائيد کړې، چي د پوتین او ټرمپ ترمنځ خبري سوي دي، خو د لیدني د دقیق وخت او ځای په اړه ئې جزییات نه دي څرګند کړي.