ټرمپ د یو تړون له مخي د امريکا څخه ایران ته ۱۰۰ ایرانيان استولي

نيویارک ټایمز راپور ورکړی چي د امريکا رئیس جمهور ډونالډ ټرمپ د ایران سره د یو تړون له مخي ۱۰۰ ایرانیان له امریکا څخه اخراج کړي او ایران ته یې استولي دي.

د نيویارک ټایمز د راپور له مخي چي د دوشنبې په ماښام یاد کسان د لوییزیانا څخه د یوې الوتکي په واسطه اخراج سوي چي د سې شنبې په ورځ به د قطر له لاري ایران ته داخل سي.

ددوی راپور د امریکایي مقاماتو له خوا تایید سوی دی،خو امريکایي مقاماتو د هر نوع جزئیاتو د ورکولو څخه ډډه کړې ده.