ټرمپ: روسيه ۵۰ ورځي وخت د اوکراين سره د اوربند له پاره لري

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خبريالانو ته ويلي دي، چي روسيه يوازي ۵۰ ورځي وخت لري، چي د اوکراين سره اوربند وکړي او که اوربند ته حاضره نه سي نو د امريکا له خوا به ورباندي بنديزونه پيل سي.
ټرمپ ويلي دي، چي د امریکا اوږد واټن ویشتونکي وسلې اوکراین ته لېږدول کېږي، خو زلنسکي باید مسکو هدف ونه ګرځوي.
ټرمپ ويلي چي اوکراین ته به د توغندیو او نورو وسلو نوې جوپه واستوي، او د دې هيواد درې کلن جنګ ته ئې غبرګون ښوولی دئ.
هغه څرګنده کړې چي د پاتریوت توغندیو سیستمونه همدا اوس اوکراین ته پر لاره دي.