د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مریلنډ کي د امریکا د محافظهکارانو په لویه غونډه کي یو ځل بیا په افغانستان کي د پاته امریکايي وسلو د بېرته ترلاسه کولو پر اړتیا ټینګار کړی.
ډونالډ ټرمپ لږ تر لږه درې ځله ویلي، چي د طـ.البانو له خوا د امریکايي تجهیزاتو د پوځي رسم ګذشت لیدل یې سخت غوسه کوي.
ټرمپ د امریکا له خوا طـ.البانو ته د مالي مرستو یادونه وکړه او ویې ویل، امریکا هر کال افغانستان ته له شاوخوا دوه تر دوه نیم میلیارد ډالره مرسته ورکوي، په داسي حال کي چي امریکا په خپله مرستو ته اړتیا لري.
هغه څرګنده کړه که دا مرستي دوام ولري، طالبان باید د امریکا پاته وسلې بېرته وسپاري.
ټرمپ تر دې مخکي هم څو ځله ویلي وه چي د متحدو ایالاتو د میلیاردونو ډالرو نظامي تجهیزات په افغانستان کي پاته سوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوکراین څخه هم وغوښتل چي هغه ملیارډونه ډالر بیرته ورکړي چي متحدو ایالتونو د روسیې د بشپړ یرغل پر وړاندي د دفاع لپاره دې هیواد ته ورکړي دي.
طالبانو د ټرمپ دغه غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چي دا وسلې او تجهیزات چي له پخواني حکومت څخه دوی ته پاته دي، د داعـ.ش ډلې په څیر ترهـ.ګرو ډلو پر وړاندي د مبارزې لپاره ضروري دي.