ټرمپ وايي، له طالبانو د خپل پوځ د میلیاردونه ډالرو تجهیزات بیرته غواړي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له طالبانو څخه د خپل پوځ د میلیاردونه ډالرو تجهیزات بیرته غواړي.
ټرمپ تر لوړي یوه ورځ مخکي د خپلو پلویانو یوې غونډي ته په وینا کي وویل چي د دوی د پوځ میلیاردونه ډالره شتمني طالبانو ته ورکړل سوې.
هغه زیاته کړې چي له افغانستانه بیرته پیسې نه غواړي، خو ټینګار یې وکړ چي د پوځ تجهیزات غواړي.
ټاکل سوې ټرمپ نن دوشنبه په رسمي ډول لوړه وکړي او د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړي.
تر دې وړاندي سیګار یا په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې ویلي وه چي د افغانستان د پخواني پوځ د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت تجهیزات طالبانو ته پاته دي.
دا هغه تجهیزات دي چې متحده ایالتونو د افغانستان پخواني پوځ ته ورکړي وه.
ا.ا لا د ښاغلي ټرمپ پر دې څرګندونو تبصره نه ده کړې.