ټرمپ وايي، چي د ايلان ماسک سره خفګان ورته اهميت نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د اې‌بي‌سي نیوز له خبریال سره په یوه مرکه کښي له ایلان ماسک سره خپله وروستۍ لفظي شخړه بې‌اهمیته ګڼلې ده.
اې بي سي نيوز دا مرکه څو ساعته وروسته له هغه کړې، چي ټرمپ او د ټېسلا شرکت مشر ایلان ماسک په ټولنیزو رسنیو کښي لفظي شخړه کړې وه.
دغه شخړه وروسته له هغه پیل سوه کله چي ماسک د ټرمپ د ادارې د استعفا ورکولو وروسته د هغه په مالیاتي لایحه نیوکه وکړه او ټرمپ ئې په غبرګون کښي ماسک ته د لېونی خطاب کړی او هغه ته ئې دولتي قراردادونو د لغوه کولو ګواښ هم کړی دئ
ټرمپ په مرکه کښي وویل چي د ماسک سره ئې شخړه “کوچنۍ او بې‌معنا” ده او ټینګار ئې وکړ چي دا موضوع د ټرمپ د ادارې په تمرکز یا لومړیتوبونو کومه اغېزه نه کوي.