ټرمپ وایي، امریکا به په نورو هیوادونو کي بې ځایه مداخله د ناکامۍ کندي ته واچوي

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، امریکا به بې ‌ځایه غرور او په ځینو هیوادونو کي مداخلې د ناکامۍ کندي ته وغورځوي.
دی زیاتوي، هیڅ اړتیا نسته چي د امریکا حکومت په نورو هیوادو کي مداخلې وکړي او بې‌ ځایه پیسې مصرف کړي، نو تر ټولو ښه ده چي خپل هیواد ته پام وکړي.
‏ټرمپ خبرداری ورکړی، که واشنګټن له غور څخه کار وانه خلي نو لیري نه ده، چي خپل ځان به د نورو په جګړو کي وبایلي.
ټرمپ له دې وړاندي هم ویلي، که چیري دا ځل ولسمشر سي د اوکراین د جګړې لپاره به هیڅ پیسې یا نوره مرسته ورنه کړي.
هغه په وار وار پر دې هم نیوکه کړې چي په ناټو کي د امریکا د لګښت ونډه ډېره ده چي دا باید راکمه سي.