د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي دي چي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره نوري بشري مرستي نه کوي. هغه د افغانستان سره د بشري مرستو بندېدو ته په اشارې وویل، چي امريکا د خپلو ملګرو ساتنه کوي نه د دوښمنانو. هغه دغه راز زیاتوي، چي بایډن نه یوازې افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي له امله امریکا شرمنده کړه، بلکي افغانستان ته ئې سترې مالي سرچینې هم پرېښودې، چي طالبان اوس پر هغه واکمني کوي. د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د امریکا پر مرستو نیوکه کړې وه او د دې مرستو لویه برخه یې پرې کړې ده.
نوموړي دغه څرګندوني په داسې حال کي کړي، چي د خپلي لوړې له مراسمو یوه ورځ وړاندې ئې ویلي و، چي که طالبان په افغانستان کي د امریکا پاتې سوې وسلې او وسایل ور نه کړي نو مالي مرستي به ورباندې ودروي.