د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چي د ایران پر هستوي تاسیساتو د امریکايي ځواکونو وروستی هوایي برید د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه پای ته رسولې ده.
هغه دا برید د دوهمي نړۍوالي جګړي پر مهال د هیروشیما او ناګازاکي د بمباریو سره پرتله کړی دئ.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د هالنډ په لاهه کي د ناټو د سرمشریزي په ترڅ کي وویل: «لکه څنګه چي د هیروشیما او ناګازاکي بمباریو هغه جګړه ختمه کړه، امريکا برید بيا د اسرائیلو او ايران جګړه پای ته ورسول»
د متحده ایالاتو د دفاعي استخباراتو ادارې د راپور له مخي، چي ویلي ئې وه، چي د امريکا دغه بریدونه د ایران هستوي پروګرام یوازي څو میاشتي وځنډاوه، ټرمپ بیا هم ادعا وکړه، چي دا برید «په بشپړه توګه ویجاړونکی» وو او د ايران هتسوي تاسيسات ئې له منځه وړي.