ټرمپ په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو ویجاړي سوي برخي بیا رغوي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو هغه برخي بیا رغوي چي زیانمني سوي دي.

ښاغلي ټرمپ د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له ګټلو وروسته په خپله لومړنۍ لویه جلسه کي ټینګار وکړ چي د امریکا د بیا جوړ سوي پوځ یوه لویه برخه افغانستان ته ورکړل سوې او اوس دغه برخي خرابي سوي دي.

د امریکا منتخب ولسمشر په دې وینا کي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل یوه بېروونکې ننداره وبلله او ویې ویل چي د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امریکايي تجهیزات په افغانستان کي پاته دي.

که څه هم ډونالډ ټرمپ تر اوسه د افغانستان په اړه کومه تګلاره او له طالبانو سره د امریکا د چلند څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی؛ خو له طالبانو سره یې د دوحې هغه تړون لغوه اعلان کړی، چي د ده پخوانۍ ادارې لاسلیک کړی وو.