ټرمپ په ورجینیا کي د ۸۰۰ امریکایي جنرالانو او قومندانانو غونډه ترسره کړه

پرون سې شنبه د امریکا رئیس جمهور ډونالډ ټرمپ د امریکا په ورجينیا ایالت کي د ۸۰۰ امريکایي جنرالانو او قومندانانو هغه غونډه تر سره کړه چي تیره هفته یې په عاجله توګه رابللې وه.
ټرمپ یادي غونډي ته د وینا پر مهال ویلي چي ددې غونډي هدف یوازي د روحیې لوړول نه دي بلکي د هیواد مشرتابه باید په سیاسي او نظامي برخو کي متحد او یو شان پاته سي.

هغه د وینا پر مهال ویلي چي که د چا زما خبري نه خوښېږي دا غونډه پرېښودلای سي په داسي حال کي چي د غونډي پرېښودل به یې په آینده کي پر نظامي رتبې تاثیر وکړي.

هغه دا هم ویلي چي د امريکا په ځينو ښارونو کي به د کورني دښمن پر ضد د پوځ له پاره تمریني سیمي جوړي سي.