د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی که پاته اسراییلي یرغمل خوشي نه سي نو غزه به نوره هم ویجاړه سي او د حماس ډلي مشرانو ته یې د تېښتي لپاره ضرب الاجل ورکړی.
ټرمپ، چي د اسراییلو کلک ملاتړ کوي، پرون ناوخته وویل اسراییلو ته به هر هغه څه چمتو کړي چي د کار د ترسره کولو لپاره ورته اړتیا لري.
هغه دا خبرداری څو ساعته وروسته له هغه ورکړی چي د سپیني ماڼۍ ویاندي کارولین لیویټ اعلان وکړ چي امریکایي چارواکو د حماس له چارواکو سره مستقیمي خبري کړي دي.
د حماس او اسرایلو تر منځ د اکتوبر د جګړې له پيل وروسته د ۲۵۱ یرغمل سویو کسانو له ډلي څخه ۵۸ اسرایل لا هم په غزه کي دي.