ټرمپ یو ځل بیا جوبایډن او د هغه مرستیاله کمالا هاریس له افغانستانه د وتلو په بهیر کي د ګډوډیو مسوول وبلل

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابل د هوايي ډګر د مرګوني برید د درېیمي کلیزي په مناسبت وینا کي یو وار بیا جوبایډن او د هغه مرستیاله کمالا هاریس له افغانستانه د وتلو په بهیر کي د ګډوډیو مسوول وبلل.
د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر د مرګوني برید پر مهال د وژل سویو ۱۳ امریکايي پوځیانو د یادښت په خاطر د ارلینګتن هدیرې ته تللی وو.
هغه هلته وویل، چي ۱۳ امریکايي سرتیري ووژل سول او ۴۵ نور سخت ټپيان سول چي د ده په خبره د بایډن ادارې یاد نه کړل.
د طالبانو د بیا واکمنېدو په دویمه اوونۍ د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ابي دروازې ته څېرمه په ځانمرګي برید کي ۱۳ امریکایي سرتیري او ۱۷۰ افغانان ووژل سول.
ټرمپ وویل چي په افغانستان کي سپکاوي په ټوله نړۍ کي د امریکا اعتبار له منځه یووړی.