ټيمي بروس: د ایس ای وي ويزو لرونکي افغان کډوال امريکا ته د سفر د بنديز څخه معاف دي

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي هغه افغان کډوال چي د امريکا د ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) لرونکي دي، د متحده ایالاتو د سفر بندیز څخه معاف دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټیمي بروس د سې شنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کښي خبريالانو ته ويلي دي، چي د افغانانو د ځانګړي کډوالۍ ویزې غوښتنلیکونو د پروسې چاري د نړۍ په ټولو امریکايي سفارتونو او قونسلگریو کښي رواني دي او يادو ويزو لرونکو افغانانو باندي امريکا ته پر سفر باندي بنديز نسته.
هېره دي نه وي، چي د امريکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه اجرایي فرمان کښي د افغانستان په ګډون د ۱۲ هیوادونو پر اتباعو امريکا ته د سفر بنديز لګولی دئ.