ټي ټي پي خپل بریدونه د پاکستان او هند پولي ته ورسول

راپورونه وایي، د هندوستان او پاکستان د پولي څخه په څو کیلومیترۍ کي پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي پر پولیسو ډزي کړي چي پر مهال یې یو شمېر پولیس ټپيان سوي.
دغه سیمه باغبانپوره یادیږي چي د پاکستان او هند تر منځ د واهګه بندر څخه په لس کلومیترۍ کي پرته ده.
بل خوا ټي ټي پي په یوه تازه خبرپاڼه کي په پنجاب کي د سندرو پر پروګرامونو بندیز لګولی او ګواښ یې کړی چي که چیري دا پروګرامونه دوام ولري دوی به بریدونه ورباندي وکړي.
ټي ټي پي په خپله اعلامیه کي له خلکو غوښتي چي د سندرو په پروګرامونو کي ګډون ونه کړي.