ټي ټي پي د پاکستان د پوځ پر سوداګري شرکتونو د بریدونو د پیلولو خبرداری ورکړی

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي (TTP) د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی چي د امنیتي پرسونل په نښه کولو ته به دوام ورکوي او د پوځ سوداګریزو ګټو ته به خپل بریدونه پراخ کړي.
دې ډلي په یوه خبرپاڼه کي ژمنه کړې چي د پاکستان پوځ پر مختلفو سوداګریزو شرکتونو به بریدونه وکړي.
ټي ټي پي ولسي وګړو ته درې میاشتي وخت ورکړی چي له دغو پوځي ادارو څخه خپلي پانګي وباسي او د دې شرکتونو کارکوونکو ته یې سپارښتنه کړې چي د عاید لپاره بدیلي لاري پيدا کړي.
تېره میاشت پاکستاني پوځ په افغانستان کي هوایي بریدونه وکړل، چي موخه یې د دې ډلي احتمالي پټنځایونه وه خو د پاکستان په هوايي بریدونو کي د شلو کوچنیانو په شمول ښځي او نور ملکیان ووژل سول.
ټي ټي پي په وروستیو کلونو کي په لوی قوت بدله سوې او په ډيرو سیمو کي یې د پاکستان پوځ ننګولی دی.