ټي ټي پي د پاکستان د پوځ پر ضد عملیاتو کي د بې پيلوټه الوتکو کارول پیل کړي دي

په ټولنیزو رسنیو کي خپرې سوي ویډیوګاني ښیي چي د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د دغه هیواد د پوځ پر ضد جنګي عملیاتو کي د ډرون الوتکو استعمال پیل کړی دی.
ټي ټي پي د پاکستان پوځ ته چي په ۱۹۴۷ کال کي د دغه هیواد له جوړېدلو څخه لږ مخکي د برتانوي جنرال فرانک والټر میزروي په مشرۍ جوړ سوی دی، د مرتد پوځ الفاظ کاروي.
حالات ښیي چي پاکستانۍ ادارې په دغه هيواد کي د امنیتي، اقتصادي او سیاسي ترینګلتیاوو په زیاتېدلو سره د شړېدلو په لور روان دی، او که چيري پاکستاني طالبان پرمختللیو ډرون الوتکو ته لاسرسی پیدا کړي، کېدای سي چي په لنډ وخت کي په دغه هیواد کي په جنګي توازن کي غټ تغیر راولي.
پاکستاني طالبانو ویلي، چي پر پوځ به بریدونه زیات کړي او له سیمه ییزو پولیسو یې غوښتي چي د دوی او پوځ تر منځ دي نه راځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *