ټي ټي پي وايي په جنوبي وزیرستان کي ئې ۱۰ پاکستاني پوځيان وژلي

د پاکستان تحريک ط..البانو (ټي ټي پي) د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د یکشنبې په ورځ ئې په جنوبي وزيرستان کي د پاکستاني پوځ پر موټریز کاروان بريد کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي ئې لس پاکستاني پوځيان وژلي او ۱۵ پاکستاني پوځيان ئې ټپيان کړي دي.
ټي ټي پي ادعا کړې، چي د ياد بريد پرمهال ئې د پاکستاني پوځ دوه موټران هم سوځولي دي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان پوځ د يادي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.