ټي ټي پي وایي، د پاکستان د اټومي انرژۍ د کارخوني ۱۶ کارکوونکي یې تښتولي دي

پاکستاني رسنیو د خيبر پښتونخوا د پولیسو له قوله ويلي، چي نن پنجشنبه په لکي مروتو کي وسلوالو د پاکستان د اټومي انرژۍ د کارخوني ۱۶ کارکوونکي تښتولي او د هغوی موټر یې سوځولی دی.
د دې پېښي مسوولیت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالي ډلي منلی دی.
دې ډلي تر پېښي وروسته رسنيو ته ویډیو پیغام لېږلی، چي پکښي ښکاري تښتول سوي کسان د دوی په ولکه کي دي.
تښتول سوي کسان په ویډیو کي له حکومته غواړي، چي د وسلوالو غوښتني ومني او د هغوی د خوشي کولو لپاره اقدام وکړي.
بل خوا د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کي ويلي، چي د اټومي انرژۍ د کارخوني کارکوونکي يې د وژلو لپاره نه، بلکي د ځينو غوښتنو پوره کولو لپاره تښتولي دي.
په پاکستان کي امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب سوی خو امنیتي پیښي تر ډېره په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کي کیږي.