د ټيټيپي وسله والو په خیبرپښتونخوا کي د پاکستاني پوځ پر یو مرکز موټربم چاودنه کړې چي په ترڅ کي یې ۲۶ پوځيان وژل سوي دي.
سرچینو رسنیو ته ویلي چي دا چاودنه تېره ورځ په ډېره اسماعيل خان سیمه کي هغه مهال رامنځته سوې چي د ټيټيپي جنګیالیو د پاکستاني پوځ پر مرکز برید وکړ.
د سرچينو په وینا، په دغه مرکز کي جګړې څو ساعته دوام کړی دی.
ورته مهال، سرچينو زیاته کړې چي تېره ورځ په شمالي وزيرستان کي د پاکستاني پوځ پر یوې امنيتي پوسته د ټيټيپي جنګیالیو بريد کړى چي په په پایله کي يې اته پوځيان وژل سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي څه موده مخکي د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي وه چي روان زېږدیزکال د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کي ۶۷۰ امنیتي پېښي سوي دي.
د يادوني ده چي روان کال خيبرپښتونخوا د شدیدو امنیتي پېښو شاهده ده.