ټي ټي پي په امنیت شورا کي د پاکستان د استازي څرګندونو ته غبرګون ښوولی

د تحريک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي له خوا په امنيت شورا کي د پاکستاني استازي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښوول سوی او هغه یې بې بنسټه بللي دي.
د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت دایمي استازي (منیر اکرم) د تحریک طالبان پاکستان په تړاو د دوو مسايلو د څېړلو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي، چي ټي ټي پي پرمختللي وسلې او مالي تمویل له کوم ځای څخه ترلاسه کوي؟
ټي ټي پي په یوه خپره سوې اعلامیه کي ویلي، څو ځله یې امنیت شورا ته دا خبره روښانه کړې، چي د پاکستاني دولت له خوا په امنیت شورا کي د دوی پر ضد بيانونه او څرګندوني له حقیقت او واقعیتونو سره هیڅ تړاو نه لري.
په اعلامیه کي زیاته سوې چي په امنیت شورا کي دا ډول بې‌ بنسټه څرګندوني که له یوې خوا د امنیت شورا له تعصب څخه ډک چلند څرګندوي او له بلي خوا د پاکستاني دولت حماقت او بېره هم په ډاګه کوي.
تحریک طالبان پاکستان ویلي، دوی غواړي یو ځل بیا دا ډاګه کړي چي هيڅ کومه بهرنۍ اجنډا نه لري او یوازي د خپلو دیني او ملي ارزښتونو د تحقق په خاطر د پاکستان له ظالمو پوځونو او اجیرو امنیتي ځواکونو سره د جهاد او قتال د عظيمي فريضې له مخي جنګېږي.
په اعلامه کي لیکلي چي ټي ټي پي په دې روانه او سپېڅلې معرکه (جهادِ پاکستان) کي د افغانستان په ګډون د هیڅ کوم ګاونډي هیواد خاوري څخه کار اخيستلو ته کومه اړتیا نه لري.
ټي ټي پي ویلي، په دې کي شک نسته چي د دوی زیات شمېر مجاهدین په عصري وسلو او نظامي وسایلو سمبال دي خو د دې عصري زېرمو تر ټولو لوی تور بازار خپله په پاکستان کې شتون لري چي دوی یې په خورا ارزانه بیه او اسانه شکل ترلاسه کوي.