د پنج شنبې په ورځ تحریک ط…البان پاکستان د پاکستان په لکي مروت د غزني تحصیل په سیمه کي د پاکستاني پولیسو په موټر برید کړی.
په سیمه کي عیني شاهدان وايي، چي د یاد برید پر مهال د پاکستاني پولیسو موټر په بشپړ ډول ویجاړ سوی دئ.
د یاد برید د ځاني زیان په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره سوي.
باید وویل سي چي یوه ورځ وړاندي هم په لکي مروت سیمه کي پر پاکستاني ترافیک پولیسو د سړک د غاړي ماین چاودنه کړې وه، چي پرمهال ئې درې پاکستاني پولیس زخمیان سوي وه.