خراسان ډایري د خپلو باوري سرچینو له قوله خبر ورکړی چي د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والي ډلي د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې برید کړی، چي په پایله کښي ئې د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۴ پوځیان وژل سوي او ۷ نور ټپیان دي. دا برید د پاکستان په یوه سرحدي سیمه کښي د پوځ د بلاک ډلي پر یوې پوستې ترسره سوی دئ.
دا برید د پاکستان او تحریک ط..البان پاکستان ترمنځ د روانو نښتو یوه بله کړۍ ښيي، چي په دې وروستیو کښي ئې شدت موندلی دئ.
د ټي ټي پي له خوا دغه برید په داسي حال کښي سوی چي د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا صوبه کښي د ټي ټي پي پر ضد عملیات پيل کړي او لاهم دوام لري.